د نتانیاهو مخالفان: د اسرائيل په راروانو ټاکنو کې ګډون کوو

د اسرائیل د پوځ پخوانیو مشرانو، بیني ګانتس او یائیر لپېد

د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو مخالفانو ویلي چې سره یوځای کېږي او په ګډه د اسرائيل په راروانو ټاکنو کې ګډون کوي.

دا حرکت د صدراعظم نتانیاهو حاکم ګوند، لیکود ته لوی خنډ بلل کېدلای شي.

د اسرائیل د پوځ پخوانیو مشرانو، بیني ګانتس او یائیر لپېد چې د یش اتېد ګوند غړي دي، نن د فبرورۍ په ۲۱مه وویل چې په اسرائیل کې د نوي حاکم ګوند جوړولو لپاره به ائتلاف وکړي.

دواړو ویلي چې د ملي مسئولیت له مخې دا کار کوي او د اسرائیل په ټولنه کې به د اختلاف کمولو هڅې وکړي.

په اسرائیل کې د اپرېل په نهمه انتخابات کېږي.