"پوهنه انتظار نه‌شي کولای" صندوق د پوهنې وزارت کې کار پیلوي

د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

تمه ده چې د «پوهنه انتظار نه‌شي کولای» په نوم صندوق د یونېسف د نړیوالې ادارې په همکارۍ د افغانستان د پوهنې وزارت په چوکاټ کې نن خپل کار پیل کړي.

دا صندوق به اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د پوهنې سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي د سویډن له سفیر توبایس تایبرګ سره په ګډه پرانیزي.

د دې پروګرام له مخې به په درېیو کلونو کې ۱۷۵ میلیونه ډالر پر یو نیم میلیون ماشومانو ولګول شي.