ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژيک مشارکت تړون لاسلیک شي.
دا تړون به افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربانقلي بردي محمدف سره په پلازمېنه عشقاباد کې لاسلیک کړي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي:
"پهدې رسمي سفر کې ټاکل شوې چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک شي او همداراز د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو مخې ته د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شي چې مهمیې د اورګاډي د کرښې په برخه کې د همکاریو سند دی، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکارۍ دي چې د ولسمشر مخې ته به لاسلیک شي."
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ستراتېژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کېږي، خو پهدې برخه کې نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
په اقتصادي ډګر کې تمه ده چې دواړه لوري د ګمرکونو له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د هوا له لارې د خدماتو موافقتنامه هم لاسلیک کړي چې پهدې کې د دواړو ګاونډیو هېوادو ترمنځ الوتنې هم شاملې دي.
په دې اړه نور: افغان حکومت وایي په ۵ ولایتونو کې د ټاپي پروژې د سروې کار بشپړ شویافغان لوری به د ګازو او نفت په برخه کې هغه تفاهمنامه لاسلیک کړي چې له مخې بهیې ترکمنستان همکاري کوي او د ټاپي پروژې چارې به ګړندۍ کېږي.
د دغې پروژې پایپلاین له ترکمنستانه تر هند دوه زره کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کېلو متره بهیې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېر شي.
د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې پهدغو ولایتونو کې یې د ټاپي پروژې د سروې چارې بشپړې کړې دي او عملي کارونه بهیې ژر پیل شي، خو د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې ترکمنستان ژمنه کوي چې د تور غُنډۍ د رېل کرښه او هلته د رېل تمځای جوړ کړي، همداراز د اقینې-اندخوی د اورګاډي کرښه ودانه کړي.
په هغو سیمو کې چې دا پروژې پلې کېږي، امنیت یوه جدي ستونزه ده، خو د ټاپي پروژې په برخه کې چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي پخوا طالبانو د همکارۍ ژمنه کړې وه.