نننۍ مجله مو په دغو مطالبو راښکلې کړې ده:
په پکتیا کې د کره کتنې د غونډو د بیا پیل په اړه اصیل ځاځی راپور لري.
د افغان فیلسوف، ادیب، ډیپلومات او سیاستپوه ارواښاد سید بهاو الدین مجروح په باب د جوړ شوي یو ورځيني سمینار راپور باز محمد عابد جوړ کړی.
په هنر جاج کې د بلخ ادبي خوځښت له لوري د چاپ شویو ادبي تذکرو په باب له سیرت نوري سره غږېدلي یو.
فنکار برخه کې پکتیا ته ځو او هلته د شوې مشاعرې لنډه برخه در اورو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه( مریخ) واوروئ:
په ادب جام کې به د پښتو ژبې د نازکخیاله شاعر عبدالحمید مومند احوال واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د خودکُشي تر سرلیک لاندې نظم واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
Your browser doesn’t support HTML5