په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ سلګونه کسانو د هغه څه په دلیل چې د حیرتان بندري ښارګوټي د چارواکو لهخوا د یادې سیمې پر ترکمنانو ظلم او ستم بولي، په احتجاج لاس پورې کړ او د مزار شریف-حیرتان لارهیې بنده کړه.
متعرض ترکمنان د حیرتان ښارګوټي امنیه قوماندان او د حیرتان بندر مشر د ملکي وګړو د ځمکو پر غصب او د خلکو په وهلو او ټکولو تورنوي.
د احتجاج یو تنظیموونکی محمد صمد یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هغه کسان چې ځورول شوي، په خپله خوښه دلته راغلي او د مزار شریف-حیرتان لارهیې تړلې، تېره ورځ د حیرتان امنیه قوماندان حاجي محمد شفیع او رئیس قاري بای جان د خلکو پر ځمکو ورغلل او اته تنهیې ووهل."
په همدې حال کې د بلخ ولایت د حیرتان بندر د امنیه قوماندان محمد شفیع فیض دغه معترضان د دولتي ځمکو په غصب تورنوي او وايي چې تېره ورځ دې کسانو له زوره په کار اخیستنې څو امنیتي ځواکونه ووهل، په حیرتان ښارګوټي کې د ګاډو د یوه ترمینل د جوړېدو مخنیوی یې هم وکړ چې له هغې وروسته درې تنه پولیسو ونیول او بېرتهیې خوشې کړل.
امنیه قوماندان وویل:
"دا سیاسي خبره ده، طالبانو دا خلک هڅولي دي، ځکه هغوی څو ځلې دلته د نفوذ کولو هڅه وکړه، خو ناکام شول، حملې یې شنډې شوې او اوس دوی دا خبرې بهانه نیسي، نو کله چې دعوا لري او وايي چې ځمکهیې ښاروالۍ یا دولت غصب کړې، نو اسناد دې وړاندې کړي، که دولت ګرم و، دولت به ځواب وايي، که پولیس قانون مات کړی و، پولیس به خپل ځواب وايي او که دوی د دولت ځمکې غصب کړې وې، نو دوی دې هم ځواب ووايي."
د حیرتان امنیه قوماندان دا احتجاج د طالب وسلهوالو په لمسون بولي او وايي چې ترورېستانو دا کسان ترغیب کړي چې د تظاهراتو په ترسره کولو سره د فعالیتونو مخه مو ډب کړي.
د حیرتان امنیه قوماندان ادعا کوي چې تر دې مخکې هم طالبانو هڅه کړې وه، ترڅو د امو سیند په جنوبي غاړه کې د پرتو ترکمنانو په هڅولو سره ترورېستي حملې ترسره کړي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی