په سمنګان ولایت کې درې وسلهوال طالبان نیول شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، دغه کسان په درې صوف ولسوالۍ کې د ولید ۳۷ په نوم عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د ښاغلي رضایي په خبره، په دغو عملیاتو کې چې افغان ګډو امنیتي ځواکونو د سمنګان په ناامنو ولسوالیو کې پیل کړي، چاودېدونکي مواد، وسلې او وسایط هم ترلاسه شوي دي.
دغه عملیات د روانې اوونۍ له لومړیو پیل شوي او لا هم دوام لري.
بلخوا ښاغلی رضایي په فاریاب ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د لسو طالب وسلهوالو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبره هم کړې ده.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.