روحاني: د تهران او واشنګټن ترینګلتیا تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په څو لسیزو کې تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس صدا و سیما د حسن روحاني له قوله ویلي چې امریکا د دغه هېواد پر وړاندې خپل ټول ځواک استخدام کړی دی.

ښاغلي روحاني دغه‌راز ویلي چې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د تېرې اوونۍ غونډه چې تمرکز یې پر ایران و، خپلو اهدافو ته ونه‌رسېده.

دا غونډه د امریکا له‌خوا بلل شوې وه او د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې په‌کې وشوې.

په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د ۶۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي په‌کې راټول شوي وو، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د امریکا پر اروپایي متحدینو غږ وکړ چې د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووځي.

مایک پنس ویلي وو چې ایران په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.

د وارسا په غونډه کې د هغو عمده اروپایي هېوادونو استازو ګډون نه‌درلود چې لا هم له ایران سره پر اټمي تړون ژمن دي.

د روسیې او چین استازي هم دې غونډې ته نه‌وو ورغلي.

د ایران ولسمشر وایي، دا د امریکا د سیمه‌ییزې پالېسۍ لپاره یوه بله ناکامي ده.

امریکا په مې میاشت کې د ایران او شپږو اټمي قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووته.