چارواکي په کندهار کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د اتو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيي علوي وایي، په دغو پوځي عملياتو کې چې د ملي اردو ځمکنیو ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په مختلفو سيمو کې ترسره کړي، دغهراز اته وسلهوال طالبان ټپیان شوي او د هغوی لوی مرکزونه لهمنځه وړل شوي دي.
علوي وویل، پهدې عملیاتو کې چې اوس هم روان دي، سرتېرو او ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.