د افغانستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د متوازن اقتصادي پراختیا په هدف په نږدې راتلونکي کې ۲۰ نوې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر مجیبالرحمان کریمي د یوې ناستې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې دا پروژې به د هېواد په څلورو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کندز او بلخ کې پلې شي.
نوموړي وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.