د امریکا متحده ایالاتو له پاکستانه وغوښتل چې د هندي کشمیر د ځانوژونکي برید عاملانو ته دې سزا ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو پرون خبریالانو ته وویل چې موږ د هند له حکومت سره له نږدې په تماس کې یو او یوازې ورسره خواخوږي نهڅرګندوو، بلکې د دغه ترورېزم په وړاندې مبارزه کې یې کلک ملاتړ هم کوو.
موږ له پاکستانه غواړو چې د دغې حملې په اړه څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او عاملانیې که هر څوک وي، ورته سزا ورکړي.
هند له پاکستانه غوښتي چې د دغې حملې د عاملانو په وړاندې پرېکنده او ښکاره اقدام وکړي او د پاکستان د صدراعظم عمران خان هغه وړاندیز یې هم رد کړی چې ویلي یې دي که نوې ډېلي ورته هر ډول شواهد وړاندې کړي، په اړه بهیې څېړنه وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون له هند او پاکستانه وغوښتل چې په خپلو کې د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي او ویېویل چې که دواړو هېوادونو غوښتي وي کولای شي د دې کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریچ وویل، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي ته ژوره اندېښنه لرو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا مهمه ګڼي چې دواړه هېوادونه دې له زغمه کار واخلي او د کړکېچ د کمولو لپاره دې سمدستي اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه، که هند او پاکستان غواړي، ملګري ملتونه تیار دی چې ترمنځیې منځګړیتوب وکړي.
په هندي کشمیر کې پر هندي ملېشو د تېرې اوونۍ له خونړي برید وروسته چې مسؤلیتیې په پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی، د نوې ډېلي او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی دی.
دواړو هېوادونو لفظي جګړې ته مخه کړې.