پاریس کې د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وشو

په پاریس کې لاریون کوونکي

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې بېګاه شپه شااوخوا ۲۰ زره کسانو د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وکړ.

لاریون کوونکو چې په‌کې یو شمېر فرانسوي مېشتي مسلمانان هم شامل وو، په یهودانو باندې د زور زیاتي د بندولو غوښتنه کوله.

دوی وروسته له هغه لاریون ته راووتل چې په وروستیو څو ورځو کې د یهودانو ضد څو پېښې شوي چې وروستۍ یوه‌یې په سټراسبورګ کې د یهودانو د څو قبرونو ورانول دي.

د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون ویلي، هغو کسانو ته چې په وروستیو پېښو کې لاس لري سزا ورکوي.

ښاغلي مکرون زیاته کړې:

"هغوی به سزا وویني. زه نه‌غواړم هغه څه چې دلته شوي نورو ته ذهنیت ورکړي. د خلکو له غبرګون هم ښکاري چې موږ هر یو په‌دې برلاسي یو چې د دې کار ښه ځواب ورکړو."

مکرون پرون سټراسبورګ ښار ته تللی و او د هغې هدیرې پر سر یې خبرې وکړې چې په‌کې وړمه شپه د یهودانو ۹۰ قبرونه وران او په خښتو یې د یهودانو ضد علامې کښل شوې وې.

په فرانسه کې چې پنځه نیم لکه یهودان اوسي تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د یهودانو ضد ډلو ۵۰۰ واره بریدونه کړي هغه څه چې له وړم ۲۰۱۷ کاله ۷۴ فیصده زیاتوالی په‌کې راغلی.