د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان نوې ډهلي ته ورسېد

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون شپه نوې ډهلي ته ورسېد.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هغه هرکلي ته ورغلی و.

هند او عربستان د تېلو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې شااوخوا ۲۷ میلیارده ډالره سوداګري لري.

تمه ده چې هند ته په دوه ورځني سفر کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د انرژۍ او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې نوې پانګونې اعلان کړي.

محمد بن سلمان له پاکستان وروسته چې په‌دې وروستیو کې په هندي کشمیر کې د هندي ملېشه‌وو د وژل کېدو په خاطر د هند له تُند ګواښ سره مخ دی نوې ډهلي ته ولاړ.

سلمان په پاکستان کې هم د شااوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د څو لویو اقتصادي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.