ایراني چارواکو په خپلو سرتېرو د تېرې اوونۍ د خونړي برید عامل یو پاکستانی معرفي کړی.
فارس خبري اژانس پرون د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور په حواله ویلي چې د زاهدان-خاش په لار د سپاه پاسداران په سرتېرو د انتحاري برید عامل حافظ محمد علي د پاکستان و او یو بل پاکستانی هم ورسره ملګری و.
پهدې برید کې چې له چاودېدونکو موادو ډک یوه موټر په واسطه تېره اوونۍ وشو د سپاه پاسداران ۲۷ سرتېري ووژل شول او ۱۳ تنه نور یې ژوبل شول.
د ایران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور ویلي چې د دې برید په تړاو یې تر اوسه درې کسان نیولي دي.
پاکستان دا برید په کلکه غندلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد بهیې د دې برید په تړاو په پلټنو کې له ایران سره پوره همکاري وکړي.
جیشالعدل ډلې چې ویل کېږي په پاکستان کې مېشته ده په ایراني سرتېرو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.