په لغمان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي، پرون سې شنبه دغه ملکیان هغه وخت ووژل شول چې د سورلۍ موټر یې په قرغيو ولسوالۍ کې د سړک غاړې په یوه ماین وخوت.
چا تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
طالبانو هم چې اکثر د چارواکو لهخوا د ورته بریدونو عاملین بلل کېږي د لغمان د پرونۍ پېښې په اړه څه نهدي ویلي.