د امریکا د ۱۶ ایالتونو ائتلاف پر ولسمشر ټرمپ دعوه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د کاليفورنيا په مشرۍ د امریکا ۱۶ ايالتي ائتلاف د دې هېواد پر ولسمشر ډونالد ټرمپ د مکسيکو له پولې سره د دېوال جوړولو په خاطر د پیسو ټولولو لپاره د بېړنیو حالاتو د اعلان پر سر دعوه کوي.

دا دعوه د کاليفورنيا د شمالي ولسوالۍ په محکمه کې د دوشنبې په ورځ ثبت شوه.

دا وروسته له هغه چې ټرمپ د کانګرس تر پرېکړې تېر شو او په هېواد کې يې بېړنی حالت اعلان کړ.

کانګرس د ده هغه غوښتنه رد کړې وه چې له مکسيکو سره د دېوال جوړولو لپاره دې ۵،۷ ميليارده ډالر ورکړي.

ډموکراتانو ژمنه کړې وه چې د دې غوښتنې مخه به نيسي.

د کاليفورنيا لوی څارنوال هاويېر بیسیرا په يوه اعلامیه کې وویل چې دوی ټرمپ محکمې ته بيايي چې د ولسمشرۍ د واکه له ناوړې ګټې اخیستنې يې راوګرځوي.

د کاليفورنيا تر څنګ په دې دعوه کې د کولراډو، کنکټکت، ډیلاويېر، هوایي، ايلانوي، مېن، ماریلنډ، مشيګان، منيسوټا، نواډا، نیوجرسي، نيو مکسيکو، نيويارک، اوريګان او ورجينيا ایالتونو لوی څارنوالان شامل دي.

د دغو ټولو ايالتونو لوی څارنوالان ډموکراتان دي.