د اسرائيل صدراعظم له خپل سلواک سیال سره خبرې وکړې

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانياهو

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانياهو له خپل سلواک سیال پیټر پيليګريني سره خبرې وکړې.

دا د هغو دوه اړخيزو خبرو دوهمه هڅه ده چې مخکې د پولنډ د اعتراض په خاطر د مرکزي اروپایي مشرانو لوړپوړې سرمشريزه لغوه شوې وه.

ټاکل شوې وه چې په هغه لوړپوړې سرمشريزه کې چې د «V4» په نوم يادېږي، د پولنډ، چک جمهوريت، هنګري او سلواکيا مشرانو ګډون کړی وی، خو پولنډ په اعتراضيه توګه له دې غونډې هغه مهال ووت چې د اسرائيل صدراعظم په هالوکاسټ یا اروپايي يهودانو په ټول وژنه کې د پولنډ د رول په اړه څرګندونې وکړې.

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير هم ويلي وو:

"د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال ډېرو پولنډيانو له نازيانو سره لاس یو کړی و او د يهودانو سره نفرت د دوی په خټه کې اښکل شوی دی."

د پولنډ له وتلو وروسته ټاکل شوې سرمشريزه لغوه شوه.

خو په اوسنۍ غونډه کې بنيامین نتانياهو نن د سې شنبې په ورځ په بيت‌المقدس کې د پیټر پيليګريني کوربه دی او ټاکل شوې چې د چک جمهوریت له صدراعظم اندرې ببيش او د هنګري له صدراعظم ويکټور اوربان سره هم وویني.