د فاریاب چارواکي: په قیصار ولسوالۍ کې ۱۸ طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې فاریاب ولایت

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په قیصار ولسوالۍ کې یې وسله‎والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

د فاریاب امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې طالب وسله‌والو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ پر ارکلیک سیمه پراخ برید وکړ، خو دولتي ځواکونو په ځوابي حملو کې د مولوي عصمت‌الله عصمتیار په نوم د یوه قوماندان په ګډون د دې ډلې ۱۸ وسله‌وال وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

خو په عین حال کې طالبانو ادعا کړې په‌دې سیمه کې په یوه کمین کې یې ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د قیصار ولسوال حاجي رحمت‌الله هم ویلي، پر ارکلیک سیمه د طالبانو له برید وروسته سیمې ته استول شوي مرستندویه ځواکونه پر لاره وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول او په نتیجه کې یې ۹ سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو پوځیانو کې هغه څلور پخواني طالبان هم شامل دي چې درې ورځې مخکې د سولې له بهیر سره یوځای شوي وو.