پهداسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې چټکې شوي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان حکومت څخه غواړي چې د خبرو لپاره یو پیاوړی ملي ټیم جوړ کړي.
د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې مهمو لوبغاړو نږدې دوه اوونۍ مخکې په مسکو کې غونډه وکړه او هلتهیې د جمهور رئیس د دفتر د مشر عبدالسلام رحیمي په ګډون پر هغه ټیم چې ولسمشر غني اعلان کړی دی انتقاد وکړ.
خلیلزاد تېره شپه له طلوع ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، داسې یو مرکچي ټيم ته اړتیا شته چې بااعتباره وي او د نورو سیاسي ډلو استازي هم پهکې وي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله یوازې په هغه صورت کې ټینګېدای شي چې د افغانانو ترمنځ، که په حکومت کې دننه دي که بهر، یووالی، اجماع او توافق وي.
دا پهداسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست ویاند پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نهشي، نو په قطر کې د فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه د طالبانو او امریکايي چارواکو غونډې ته به خپل پلاوی ونهلېږي.