د واکسین ننني ۵ ورځني پیل شوي کمپاین ته د روغتیا وزارت هیله‌مندي!

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوحه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي هیله‌مند دي چې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په دې پنځه ورځني فرعي کمپاین کې چې نن پیل شوی، له پنځو ميلیونو زیات له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ د دغه کمپاین په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه فرعي کمپاین د جنوب ختیځو، جنوبي او ختیځو ۱۷ ولایتونو په ۱۹۵ ولسوالیو کې عملي کېږي او هدف‌یې دا دی چې ۵،۸ ميلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي."

د ښاغلي راسخ په وینا، د واکسین مخکېني فرعي کمپاینونو چې تر ډېره په نا امنو سیمو کې تطبیق شوي، ښه نتیجه‌یې ورکړې او په دې برخه کې د دولت وسله‌والو مخالفانو هم ورسره همکاري کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د احصائیې له مخې، سږ ۲۰۱۹ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو دوه او تېر ۲۰۱۸ کال ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.