سعودي عربستان د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
سعودي عربستان په اسلاماباد کې په یوه مهمه سرمشریزه کې د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې د منځګړیتوب ژمنه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادلالجبیر نن په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دواړه هېوادونه د خپلو اختلافونو د حل لپاره خبرو اترو ته اړتیا لري.
الجبیر وویل، سعودي عربستان غواړي چې د هند او پاکستان ترمنځ په روان کړکېچ کې کموالی راشي او زیاتهیې کړه چې د دې لانجې د حل لپاره باید سولهییزې لارې ولټول شي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر چې له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره د اسلاماباد په سفر کې یوځای دی، نن د شهزاده د سفر په دوام هند ته هم ځي.
د سعودي ولیعهد به په نوې ډېلي کې له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري او وروسته به چین ته هم ولاړ شي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې د ورځې له برید وروسته چې په نتیجه کې یې د هند د ملېشه پولیسو له ۴۰ زیات سرتېري ووژل شول، د نوې ډېلي او اسلاماباد په اړیکو کې کړکېچ زیات شو.
نوې ډېلي ویلي چې د دې حملې غچ به خامخا اخلي.
له دې پېښې وروسته چې په څو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې، هند د نړۍ په کچه د ډيپلوماتیک ملاتړ د ترلاسه کولو هڅې پیل کړي او ژمنهیې وکړه چې پاکستان به په نړیواله ټولنه کې په ډیپلوماتیک ډګر کې منزوي کړي.
نوې ډېلي وايي، داسې شواهد لري چې په دې حمله کې د پاکستان لاس لرل ثابتوي.
په کشمیر کې هندي عسکر
د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د دې خونړۍ حملې مسؤلیت جیش محمد ډلې منلی دی چې مرکزونهیې په پاکستان کې دي.
د پاکستان حکومت په دې حمله کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي او وايي چې د هند حکومت په دې اړه له څېړنو مخکې باید پر پاکستان تورونه ونهلګوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د فبرورۍ په ۱۸مه وویل چې په هند کې د پاکستان سفیر یې د سلا مشورو لپاره خپل هېواد ته راغوښتی دی.