اسرائیل نن د هغې غونډې کوربه دی چې پولنډ ترې ډډه کړې

د اسرائیل بیرغ

اسرائیل وایي، بیت‌المقدس به نن د هغې غونډې کوربه وي چې پولنډ په‌کې له ګډون کولو ډډه کړې، خو د چک جمهوریت، هنګري او سلواکیا صدراعظمان په‌کې برخه اخلي.

د پولنډ صدراعظم ماتاویش موراویسکي د خپل هېواد رسنیو ته ویلي چې د اسرائیل د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د وروستیو له تعصبه ډکو څرګندونو په خاطر چې هغه د نه‌منلو وړ دي، په دې غونډه کې ګډون نه‌کوي او نه به‌یې هم د بهرنیو چارو وزیر په‌کې برخه واخلي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسرائیل کاتس په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې ډېری پولنډیان په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني له نازیانو سره همکار وو.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې په وارسا کې د اسرائیل سفیر هم احضار کړی و.

له دې مخکې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په وارسا کې د منځني ختیځ په اړه کنفرانس کې ورته څرګندونې کړې وې.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزرات ویاند ایمانوئل نهشون په یوه بیان کې ویلي چې له پولنډ پرته د نورو درې هېوادونو صدراعظمان ورځي او د اسرائیل صدراعظم به په دې غونډه کې ګډون وکړي.