ازبکستان د سوم سل زریز بانک نوټ چاپوي

د ازبکستان پیسې

د ازبکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د سوم «SOM» نوی سل زریز بانک نوټ د فبرورۍ په ۲۵مه چاپوي.

دغه بانک ویلي چې دغه نوی بانک نوټ به د لومړي ځل لپاره د ړندو لپاره یوه ځانګړې نښه ولري.

د ازبکستان د اسعارو د تبادلې د رسمي نرخ له مخې د دغه نوي سل زریز بانک نوټ ارزښت شااوخوا ۱۲ ډالره دی.

په اوس وخت کې ازبکستان ۵۰ زریز سوم بانک نوټ لري چې د ۲۰۱۷ کال په اګسټ میاشت کې نوی چاپ شوی و.

په ازبکستان کې اقتصاد پوهانو ویلي چې ۵۰ زریزو او سل زریزو بانک نوټونو ته اړتیا ځکه شته چې د نغدي پیسو د راکړې ورکړې ستونزه هواره شي.