د افغانستان د انتخاباتو ملاتړې نړیوالې ډلې په یوه سرخلاصي لیک کې د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو لپاره د غړو او رئیسانو په ټاکلو کې د شفافیت او دقت غوښتنه کړې ده.
د "ESG" په نوم دغې ډلې په دغه لیک کې چې ننیې خپور کړی، ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د خپلواکۍ د لاپیاوړتیا او ظرفیتونو د لوړتیا لپاره ډېره تمه کوي چې د کمېسیونونو لپاره د غړو د ټاکنې پروسه په شفافه توګه په داسې بڼه ترسره شي چې د قناعت وړ وي او هغه بېرته پر دې کمېسیونونو د افغانانو باور او اعتماد اعاده کړي.
د انتخاباتو د ملاتړ نړیوالې ډلې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د ولسمشرۍ له کاندیدانو او له حکومته په کلکه غوښتي چې دغه مهم مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي او وړ، بېپرې او تجربه لرونکي او مسلکي کسان د دواړو کمېسیونونو غړیتوب ته وروپېژني.
"ESG" پر حکومت هم غږ کوي چې د ټاکنې بهیر ژر تر ژره ترسره کړي، ترڅو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره چې په پام کې ده د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي، د تیارۍ چارې ونهځنډېږي.
د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ په دغه نړیواله ډله کې یوناما، اروپایي اتحادیه، ناټو، امریکا، جاپان، جرمني، استرالیا، بریتانیا او د سکانډیناوي هېوادونو په استازيتوب سویډن شامل دي.