پاکستان ته د وسلهوالو طالبانو د هغو غړو سفر چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي، بېلابېلې پوښتنې مطرح کړي چې ګنې وسلهوال طالبان له تور لېسته د خپلو کسانو د ايستلو او له بنده د خوشې کولو په لټه کې دي؟ که نړیوالو ته خپل زور ښيي؟
د ولسي جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي په دې باور دي چې وسلهوال طالبان له رامنځته شوي فرصته په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې پر امریکا او افغان حکومت فشارونه زیات کړي.
د جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، وسلهوالو طالبانو نوې لوبه پیل کړې او د امتیاز اخیستلو په لټه کې دي.
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
دی زیاتوي:
"وسلهوال طالبان اوس له هرې لارې کار اخلي، څو امتیازات ترلاسه کړي او پر امریکا، افغانستان او ګانډیو هېوادونو لاس بري وي، په بېلابېلو ډولونو هڅه کوي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي او له همدې امله هغه کسانیې د مذاکرو کې شامل کړل چې په تور لېست کې دي او بیا وروستهیې لغوه کړل، دا ټولې هغه لوبې دي چې هڅه کوي دا کسان له تور لېسته لیرې کړي."
د شویو هوکړو او د ډيپلوماتیکو اړیکو پر بنسټ، کوم کسان چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي، له یوه هېواده بل ته د تګ حق نهلري او د ښاغلي عرفان په خبره، مخکې له دې چې طالبان بل هېواد ته سفر وکړي، لومړی باید ملګري ملتونه له افغان حکومت سره پرې خبرې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي له لوري د دغه سازمان د بندیزونو کمېټې ته په یوه لیک کې ویلي چې پاکستان د طالبانو د کوربهتوب لپاره له افغان حکومت سره مشوره نهده کړې.
په دغه لیک کې ویل شوي چې د طالبانو دغه ۸ غړي چې پاکستان ته د مذاکرو په لېست کې شامل شوي، نومونهیې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي له لوري د دغه سازمان د بندیزونو کمېټې ته په دغه لیک کې د؛
- شیر محمد عباس ستانکزی
- ضیاءالدین مدني
- سلام حنفي
- شهابالدین دلاور
- عبدالطیف منصور
- امیر خان متقی
- فضل محمد مظلوم
- نورالله نوري
نومونه درج شوي دي.
د افغان دولت په دغه لیک کې دغهشان ویل شوي چې پاکستان ته د وسلهوالو طالبانو د هیئت سفر او له پاکستاني چارواکو سره د کتلو پرېکړه د دغې ډلې په رسمیت پېژندل او د افغان حکومت د اسقلالیت تر پوښتنې لاندې راوستلو په معنی دي.
تر دې مخکي د مسکو په ناسته کې د وسلهوالو طالبانو ګډون هم د حکومت له غبرګون سره مخ شوی او افغان حکومت په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی.
وسلهوالو طالبانو درې ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، تمه ده چې د دغې ډلې یو مذاکره کوونکی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره خبرې اترې ولري.
ټاکل شوې وه چې دغه ناسته به د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې ترسره شي، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د دغې ډلې د یو شمېر غړو نومونه د دې لامل شول چې دغه سفر لغوه شي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا وسلهوالو طالبانو د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د خپلو کسانو له نومونو معلومات نهلرل؟ او یا هم دا د ملګرو ملتونو له تور لېسته د وسلهوالو طالبانو د نومونو ایستلو او له بنده د خوشې کېدو هڅه ده؟
په ورته وخت کې انس حقاني چې دا مهال په زندان کې دی، د هغه نوم هم پاکستان ته د سفر لپاره په مذاکره کوونکي پلاوي کې شامل و.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، طالبان چې د لانجې د یو اړخ ادعا لري، په هېڅ وجه نهشي کولای چې ووايي، د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د شاملو کسانو او یا هم په زندان کې د انس حقاني له موجودیته بېخبره وو او دغه ډول ادعا طالبانو ته له سیاسته د ناخبرۍ په معنی ده.
د طالب وسلهوالو استازي چې عملاً په میدان کې جګړه کوي، تر دې دمهيې روسیې، چین، ایران، ازبکستان، اماراتو او قطر ته سفرونه کړي او د یادو هېوادونو له مشرانو سرهيې لیده کاته کړي دي.
د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې د انس حقاني خوشې کول او له تور لېسته د طالب مشرانو لیرې کول دوه هغه موضوعات دي چې د قطر په ناسته کې پرې بحث شوی دی.
نوموړی وايي، د نړیوالو اړیکو له نظره، مسکو او پاکستان د ملګرو ملتونو معیارونه او پرېکړې نقض کړي او اوس چې طالبان هم دا مني چې د دوی کسان په تور لېست کې دي، نو ولې ورسره امریکايي مقاماتو لیده کاته کړي او دا پرېکړهيې تر پښو لاندې کړې ده.
د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي
دی وایي:
"هغه طالبان چې نومونهيې په تور لېست کې دي، دا یو غیر قانوني او ظالمانه عمل ګڼي او وايي چې ملګرو ملتونو او امریکا چې د دوی نومونه په تور لېست کې اچولي، له دې ډلې سره په خبرو اخته دي، طالبانو په دې کار سره وغوښتل خپل ملاتړي پوه کړي چې موږ له قوي ځواکه برخهمند یوو، له حقوقي پلوه دا په دې معنی ده چې پاکستان د ملګرو ملتونو له معیارونو سرغړونه کوي او پرېکړې یې نقض کړي."
ښاغلي سعیدي وویل، وسلهوال طالبان په شدت هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې د خپلو فعالیتونو تر څنګ، نړیوال سیاسي مشروعیت خپل کړي.
د ده په خبره، تر کومه چې نړیوال او افغان حکومت د پاکستان له لوري د ترهګرو د ملاتړ په تړاو قاطعيت ونهښیي، سوله به رانهشي.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغو نظرونو په تړاو څه نهدي ویلي.
راپور: ناجیه ساپۍ