د ارزګان چارواکي: لاهم د پولیو د مثبتې پېښې د رامنځته کېدو ګواښونه شته

ارشیف، د واکسین د تطبیق په حال کې د یوه افغان ماشوم انځور

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، په‌دغه ولایت کې لا هم زیات شمېر ماشومان د پولیو له واکسینه بې‌برخې دي او کورنۍ یې زړه نه ښه کوي څو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

دغه مسؤلین وايي، ارزګان کې لا هم د پولیو د مثبتې پېښې د رامنځته کېدو ګواښونه موجود دي.

خو فعالان بیا وايي، لامل‌یې په‌دغه ولایت کې د خلکو د عامه پوهاوي نه‌شتون دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې په یاد ولایت کې تازه د پولیو واکسین کمپاین پیل شوی دی.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور