اندریو مک کب له دندې د جېمز کومي د لیرې کېدو په اړه اندېښنه ښيي

د «FBI» پخوانی مشر جېمز کومي

د امریکا د پولیسو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «FBI» پخوانی سرپرست مشر وایي، که د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې ادارې پخوانی مشر له روسیې سره د ده د انتخاباتي کمپاین د اړیکو د ادعاوو په اړه د څېړنې د پای ته رسېدو په خاطر له کاره ګوښه کړی وي، جرم‌یې ترسره کړی دی.

اندریو مک کب له سي بي اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، دغه‌راز ویلي چې «FBI» په حقه و چې په دې اړه چې ایا ټرمپ د کمپاین په ترڅ کې له روسیې سره ګډ کار کړی و که نه؟ د استخباراتو ضد تحقیقات پیل کړي وو.

هغه زیاته کړه، که ولسمشر عدالت څنډې ته کړی وي او د «FBI» پخوانی مشر جېمز کومي یې د روسیې په اړه پر تحقیقاتو د منفي اغېزې یا هم د هغو د پای ته رسېدو په هدف له کاره لیرې کړی وي، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې د متحده ایالاتو ولسمشر باید دا ډول کار وکړي.

ټرمپ په ۲۰۱۷ کال له دندې د ښاغلي کومي تر لیرې کولو وروسته په یوه مرکه کې ویلي وو چې هغه د روسیې د قضیې په اړه فکر کاوه.