د فاریاب چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۸ وسلهوال او درې سرتېري وژل شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو مخالفانو تېره شپه د دې ولایت په ارکلیک کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې افغان امنیتي ځواکونو یې په وړاندې سخت مقاومت وکړ.
دی وایي:
"د دواړو لورو ترمنځ په نښتو کې ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او اتهیې سخت ټپیان شوي، زموږ لوري ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو درې سرتېري شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي، په دې نښتو کې ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی."
قیصار د فاریاب له ناامنو ولسوالیو ده.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.