د سولې د ولسي حرکت غړي اوربند غواړي

ارشیف، د اوربند په د افغان ولس غږ

د سولې ولسي حرکت وايي، دوی هڅه کوي چې د جګړې ښکېلې غاړې اوربند ته غاړه کېږدي.

دغه کاروان چې دا مهال په کونړ ولایت کې دی، په بېلابېلو ولسوالیو کې د پراخو غونډو په جوړولو سره خلک دې ته هڅوي چې له دوی سره یوځای شي.

د دغه حرکت یو غړی شاه ولي خان سالارزي د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سولې په مخ کې هر ډول خنډ باید له‌منځه یوړل شي.

دی وایي:

"موږ د سولې غوښتونکي یوو او د سولې په برخه کې هر خنډ باید له‌منځه ولاړ شي، دا پردۍ جګړه ده او نور افغانان سولې ته اړ دي او له ښکېلو ټولو غاړو هم غوښتنه کوو چې اوربند وکړي، دا جګړه نور موږ نه‌شو زغملی."

نوموړي وویل، د سولې ولسي حرکت غړي به له کونړ ولایته وروسته ننګرهار او لغمان ته ولاړ شي.

د سولې ولسي حرکت وروسته له هغه رامنځته شو چې په هلمند کې په یوه خونړۍ انتحاري حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یاد حرکت غړي له هلمنده پلي کابل ته راغلل، د یو شمېر بهرنیو سفارتونو مخې ته‌‌یې پرلت وواهه او له شااوخوا دوه میاشتو وروسته لوڅې پښې او پلي بلخ ولایت ته ولاړل.

د دوی پیغام هر ځای ته په رسېدو دا و چې په افغانستان کې جګره د پردیو د ګټو لپاره روانه ده او قرباني یې افغانان دي.

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، په کلیو، جوماتونو او ښوونځیو کې د سولې لپاره له خلکو، قومي سپين ‎ږیرو او ښوونکو سره ناستې لري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د سولې د ولسي حرکت له هڅو هرکلی کوي او اغېزمنې یې بولي.​

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

​د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"له دغه ولسي حرکته ملاتړ کوو او افغانان باید په دغه حساس وخت کې سره یوځای شي او په ګډه د سولې غږ اوچت کړي، که چېرې افغانان سره یو شي، لویه لاسته راوړنه به ولرو، دا تاریخ ثابت کړی."

له دې وړاندې افغان حکومت په وار وار ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه په نړیواله، سیمه‌‎ییزه او ملي کچه اجماع رامنځته شوې او له وسله‌‎والو طالبانو یې غوښتي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي چې دوی به له ټولو افغانانو وغواړي چې له جګړې لاس واخلي او د خپل مسؤلیت مطابق د سولې لپاره کار وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ