پاکستان له هند سره د کړکېچ د زیاتوالي په ترڅ کې له نوې ډېلي خپل کمېشنر د سلا او مشورو لپاره ورغوښتی دی.
دغه اعلان نن په اسلاماباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وکړ.
پاکستان دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په وروستیو دوو جلا پېښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسلهوالو سره په یوې نښته کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون لږ تر لږه ۴ هندي سرتېري ووژل شول.
محلي چارواکو ویلي دي چې نننۍ نښته د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده.
پلواما د کشمیر هغه سیمه ده چېرته چې یوازې څو ورځې وړاندې یوه ځانوژونکي برید ۴۴ هندي پولیس ووژل.
په نننۍ نښته کې یو بل سرتېری او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي.
هندي رسنیو ویلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې کله د پاکستان مېشتې وسلهوالې ډلې جیش محمد وسلهوالو پر سرتېرو ډزې وکړې.
جیش محمد وسلهوالې ډلې چې هند وايي، پاکستانیې ملاتړ کوي، د پلواما د ځانوژونکي برید مسؤلیت هم منلی دی.