د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د کابل-کندهار لوې لارې تړل کېدو هغو سوداګرو ته چې خپل مالونه انتقالوي ستونزې پیدا کړې دي.
د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا لاره په هېواد کې له ستراتېژیکو لارو څخه ده چې تړلیې د افغانستان اقتصاد ته لوی تاوان دی.
نوموړي له اعتراض کوونکو وغوښتل چې د خپلو مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د نورو حقونه هم له پامه ونهغورځوي.
دا پهداسې حال کې ده چې اعتراض کوونکو په مقر کې له څو وراځو راهیسې د کابل-کندهار لویه لاره د خلکو او ترافیکو پر مخ تړلې ده.
ښاغلی الکوزی وايي، د نورو ستونزو تر څنګ چې افغان سوداګر یې لري، یوه هم همدا د اعتراض کوونکو لهخوا وخت ناوخته د لارو تړل دي چې باید ورته پام وشي.