د لیبیا چارواکي وايي، د تونس د نفتو د تأسیساتو ۱۴ کارکوونکي يې چې مرکز طرابلس ته نږدې برمته شوي وو، ژغورلي دي.
بل لور ته تونسي مقاماتو ویلي دي چې دا کسان درې ورځې له وسلهوالو سره برمته وو او تېره شپه ناوخته خوشې شوي دي.
د تونس د بهرنیو چارو وزیر خمیس جهیناوي خپل لیبیايي سیال ته ټیلیفون کړی دی او د تونسي کارګرو د خلاصون له املهيې د لیبیا له حکومت مننه کړې ده.
برمته نیوونکو له تونسه غوښتنه کوله چې د نشهيي موادو په کاروبار یو تورن زنداني دې خوشې کړي.
د لیبیا چارواکو د تونسي کارګرانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه لا څه نهدي ویلي.