په پکتیا ولایت کې نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.
د پکتیا چارواکو ویلي دي چې پهدې کمپاین کې به د دې ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې دوه لکه ۲۴۷۰۰ ماشومان چې عمرونهیې له پنځو کالو څخه کم دي، واکسین شي.
د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې د پولیو ضد واکسین دا کمپاین به د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ولري.
احمدزي وویل، سره له دې چې د ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په پکتیا کې د پولیو مثبته پېښه نهده ثبت شوې، خو په ګاونډیو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو پیدا کېدو ته په پام، دوی په پکتیا کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د پېښو د پیدا کېدو په اړه اندېښنه لري.