د پکتیا چارواکي: په احمد ابا کې ۵۸۹ کېلو ګرامه چرس نیول شوي

په احمد ابا کې نیول شوي چرس

د پکتیا ولایت پولیسو سلګونه کېلو ګرامه چرس کشف او نیولي دي.

د پکتیا د امنيه قوماندان جنرال راز محمد مندوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ادارې منسوبینو ۵۸۹ کېلو ګرامه چرس پرون په احمد ابا ولسوالۍ کې نیولي دي.

د جنرال مندوزي په خبره د دې قضيې په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي.

د پکتیا پولیسو دوه اوونۍ وړاندې په سید کرم ولسوالۍ کې د څه د پاسه زر کېلو ګرامه چرسو د نیولو خبر ورکړی و.