د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۴ هندي سرتیري وژل شوي

په کشمیر کې وژل شوی هندی سرتېری

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسله‌والو سره په یوې نښته کې لږ تر لږه ۴ هندي سرتېري وژل شوي دي.

محلي چارواکو ویلي دي چې نننۍ نښته د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده.

پلواما د کشمیر هماغه سیمه ده چېرته چې یوازې څو ورځې وړاندې یوه ځان‌وژونکي برید ۴۴ هندي پولیس ووژل.

په‌دې نښته کې یو بل سرتېری او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي.

هندي رسنیو ویلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د پاکستان مېشتې وسله‌والې ډلې جیش محمد وسله‌والو پر سرتېرو ډزې وکړې.

جیش محمد وسله‌والې ډلې چې هند وايي، پاکستان ترې ملاتړ کوي، د پلواما د ځان‌وژونکي برید مسؤلیت منلی دی.