د بنګلهدېش چارواکي وایي چې نهه تنه په بندري ښار چاتوګرام کې د یوې اور لګېدنې په سبب وژل شوي دي.
پهدې اور کې ۲۰۰ غریب مېشتي کورونه هم سوځېدلي دي.
د بنګلهدېش د بېړنیو حالاتو د کمېټې یوه مسؤل علي احمد ویلي دا اور د برښنا د شارټۍ په سبب پيل شو او ۵۰ تنه پهکې ژوبل شوي هم دي.
سلګونه کسان هر کال په بنګلهدېش کې پهداسې پېښو کې وژل کېږي هغه ځای چې د ځاني خوندیتوب خدمتونه پهکې کمزوري دي.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په پلازمېنه ډاکه کې د یوې فابریکې د ودانۍ په نړېدو سره ۱۱۰۰ کسان وژل شوي و.