نا معلومو وسله والو د پروان د استیناف محکمې یو قاضي وژلی

د پروان د استیناف محکمې یو قاضي د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل، دا برید پرون ماښام هغه مهال وشو چې د استیناف محکمې قاضي میرویس په مرکز چاريکار کې له جوماته کور ته روان و.

مېرمن شهکار وايي، قاضي میرویس د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په چاریکار کې یې ژوند کاوه.

مېرمن شهکار وايي چې د دې قتل علت معلوم نه دی، خو پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.