روحاني: ایران د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره اړیکې ښه کول غواړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې تهران غواړي د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي.

ایران له کلونو راهیسې له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په نیابتي جګړو کې ښکېل دی.

روحاني نن په جنوبي ښار بندرِ ګناوه کې په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په منځني ختیځ کې د امنیت د اعادې لپاره د سیمې له ټولو هېوادو سره اړیکې پراخه کړي.

روحاني پر متحده ایالاتو او اسرائیلو تور ولګاوه چې په ایرانیانو کې نفاق ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې تهران به د دې هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شي.