په ننګرهار کې شااوخوا لس زره کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد نیول شوي

د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په عملیاتو کې شااوخوا لس زره کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد او یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.

شاه محمود میاخېل نن په جلال اباد کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:

"اته کسان نیول شوي چې دوه نفره د دې موادو په تړاو او پاتې د جنايي جرمونو په تور، همداراز دوه ماينونه، لس تفنګچې، ۲۰ شاجورونه، زیاته اندازه مرمۍ او ۱۲ کلچې مخدره مواد هم د پلټنو پرمهال نيول شوي دي."

ښاغلي میاخېل زیاته کړه چې د چاودېدونکو او نشه يي توکو په تړاو له نیول شویو کسانو پلټنې روانې دي.