د خلاصون د لارې شورا: ملا برادر لا تر اوسه قطر ته نه دی رسېدلی

د افغانستان د خلاصون د لارې شورا مشر او پخواني طالب چارواکی سید اکبر اغا

د افغانستان د خلاصون د لارې شورا وايي، ملا برادر لا تر اوسه قطر ته نه دی رسېدلی.

په داسې حال کې چې له زندانه د ملا بردار په خوشې کېدلو او په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه په ګمارنې سره تمه دا وه چې نوموړی به ډېر ژر خپل کار پیل کړي، خو د افغانستان د خلاصون د لارې شورا وايي، ملا بردار څو کاله په زندان کې و، له مسایلو لېرې پاتې دی، نو ځکه یې میدان ته دانګل وخت ته اړتیا لري.

د دغې شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملا بردار اصلي رول پر طالبانو د پرېکړې منل دي، نه مذاکرات، ځکه په خبره یې چې نوموړی د نظامي طالبانو تر منځ له ډېر محبوبیته برخمن دی.

دی زیاتوي:

"د ملا بردار اصلي رول چې د سولې په برخه کې پرې ټینګار کېده، هغه دا و چې فیصله وشي، په دې کې د ده نوم وي، بیا یې نظامي طالبان ومني، ځکه په دوی کې دی ډېر محبوبیت لري، خو د مذاکراتو په برخه کې چې کوم کسان اخته دي، فکر کوم چې د دوی رول جوت دی."

نوموړی وايي چې ملا برادر که څه هم د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی، خو تر اوسه قطر ته نه دی رسېدلی.

ملا عبدالغني بردار چې له مخکښو طالبانو ګڼل کېږي، په تېر میلادي کال کې د پاکستان له یوه زندانه خوشې شو چې بیا د طالبانو د مشر ملا هبت الله د مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

طالبانو د قطر د راروانو خبرو لپاره چې کوم نوی لېست خپور کړی، ویلي یې دي چې یاد لېست د ملا بردار له خوا د دوی د مشر په مشوره جوړ شوی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې رسنیو ته ویلي وو چې نوموړی د سولې په پروسه کې د پرمختګ په هدف د ده په غوښتنه د پاکستان له زندانه ازاد شوی دی.

ملا بردار د افغانستان د سولې پلوي ګڼل کېږي او یو شمېر لوېدیځې رسنۍ په دې نظر دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر تر ټاکل کېدو وروسته د طالبانو او امریکايانو په خبرو کې یو خوځښت رامنځته شو.

خو داسې راپورونه هم موجود دي چې پاکستان نه غواړي چې ملا بردار د افغانستان د سولې په هڅو کې ډېر دخیل وي، ځکه نوموړی له پاکستان سره ښې اړیکې نه لري او هغه هېواد ته اوس د طالبانو د سفر او له پاکستاني چارواکو سره له لیدلو سره هم مخالفت لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ازادي راډیو ته ویلي چې ملا بردار لا تر اوسه قطر ته نه دی تللی، خو په خبره یې چې خپل کار یې پیل کړی دی.

په ورته وخت کې د چارو کارپوه وحید مژده بیا د ملا بردار موقف ته په پام سره وايي، که نوموړی په قطر کې خپل فعالیت پیل کړي، د سولې مذاکرات به چټک شي.

د چارو افغان کارپوه وحید مژده

ده وویل:

"که ملا بردار قطر ته ولاړ شي او هلته خپل فعالیت پیل کړي، مذاکرات چټکېدلای شي، ځکه کله کله په مذاکراتو کې داسې خبرې هم کېږي چې بیا طالبان وايي چې په دې اړه باید مونږ له خپلو مشرانو سره خبرې وکړو، خو که ملا بردار بیا په داسې خبرو کې موجود وي، تر ډېره بریده دې خبرو ته ضرورت نه پېښېږي."

ښاغلی مژده هم وايي، ملا بردار له زندانه خوشې شوی، خو لا هم په یو نامعلوم ځای کې دی او قطر ته د تګ اجازه یې نه ده ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تاکل شوې د فبرورۍ په پنځه ویشتمه دوحه یو ځل بیا د طالب استازو او امریکايي چارواکو تر منځ د سولې د غونډې کوربه وي.

خو نا ځوابه پوښتنه لا هم دا ده چې که د ملا برادر رول د افغانستان د سولې په برخه کې دومره مهم ګڼل کېږي او له همدې امله له زندانه خوشې شوی هم دی، نو قطر ته سفر او په هغه هېواد کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د کار پیل تر اوسه ولې ځنډول شوی دی؟

راپور: اجمل تورمان