ډونالد ټرمپ: د داعش خلافت د زوال په حال کې دى

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دى.

ډونالد ټرمپ له اروپايي متحدانو غوښتنه وکړه چې په سوريه کې څه باندې ٨٠٠ افراطي وسله وال چې نيول شوي، تسليم شي.

ولسمشر ټرمپ پرون په يوه ټوېټ کې وويل:

"امريکا له بريتانيا، فرانسې، جرمني او نورو اروپايي متحدانو غوښتنه کوي چې په سوريه کې د داعش ډلې څه باندې ٨٠٠ جنګيالي چې موږ نيولي، محاکمه يې کړي."

ډونالد ټرمپ ليکلي چې د داعش خلافت د زوال په حال کې دى، خو نوموړي ليکلي، اوس د نورو وخت دى چې تر خپله وسه اقدامات وکړي.

ښاغلي ټرمپ ټينګار کړى او ویلي دي:

"موږ د خلافت په وړاندې تر بشپړې بريا وروسته له سوريې وځو."

راپورونه وايي، د اروپا او نورو هېوادونو سلګونه وګړي منځني ختيځ ته تللي چې د افراطي ډلو په پلوۍ په جګړو کې برخه واخلي.