هيدر ناورټ په ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفارت دنده ونه منله

مېرمن هیدر ناورټ

هيدر ناورټ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا په ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفيرې په توګه انتخاب شوې وه، وايي چې د دې څوکۍ د منلو په اړه له غور کولو تېره شوې ده.

دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کړې ده.

مېرمن ناورټ پرون په يوه اعلاميه کې وويل:

"د خپلې کورنۍ او ځان په ګټه دا ګڼم چې د دې مقام له منلو شا ته شم."

ګڼو انتقاد کوونکو د ٤٩ کلنې ناورټ د کانديداتورۍ په اړه پوښتنې مطرح کړې وې.

دوى ادعا درلوده چې مېرمن ناورټ د بهرنۍ ډيپلوماسۍ او پالېسۍ جوړولو په برخه کې تجربه نه لري او د دې مهمې څوکۍ لپاره پر شرايطو برابره نه ده.

هيدر ناورټ چې پخوا د ABC او Fox News ټلويزيونونو ويانده او خبرياله وه، په ٢٠١٧ م کال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده شوه.

په پام کې وه چې ناورټ د نيکي هيلي پرځاى په ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفيرې په توګه خپله دنده پيل کړي.

مېرمن هيلي په تېره اکتوبر مياشت کې اعلان کړى و چې د ٢٠١٨ میلادي کال په پاى کې به دا دنده پرېږدي.