راپورونه: د سعودي د ولیعهد او د طالب استازو کتنه لغوه شوه

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

راپورونه وايي چې په اسلام اباد کې د سعودي عربستان د ولیعهد او د طالبانو د استازو پلان شوې کتنه لغوه شوې ده.

مخکې له دې راپور ورکړل شوی و چې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان صدراعظم عمران خان به سبا د دوشنبې په ورځ د طالبانو له استازو سره وګوري، خو روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یو جګپوړي مقام له قوله خبر ورکړی چې دواړه کتنې لغوه شوي دي.

طالبانو له دې مخکې ویلي وو چې د دوشنبې په ورځ به په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د طالبانو د استازو د سفرونو په اړه شکایت سپارلی او ویلي یې دي چې یو شمېر طالب مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي او باید د سفر اجازه ورنه کړل شي.