د سرپل چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولید ۳۶په نوم عملیاتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
دغه عملیات له دوو ورځو راهیسې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې پیل شوي وو چې تر اوسه دوام لري.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په یوه خبري غونډه کې نن وویل چې په دې عملیاتو کې هوایي او ځمکني قواوې ګډون لري.
د ښاغلي اماني په خبره، په وژل شویو طالبانو کې د ګلبدین او محاذ په نوم د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.