د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له خپل هندي سیال اجیب دووال سره په ټيلیفوني خبرو کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له نوي ډهلي د واشنګټن ملاتړ اعلان کړ.
دغه ټيلیفوني خبرې دوه ورځې وروسته له هغه وشوې چې په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر کاروان برید وشو.
په هغه برید کې تر څلوېښتو ډېر هندي پولیس ووژل شول.
جیش محمد چې په پاکستان کې مېشته یوه ترورېستي ډله ده، د دې برید مسؤلیت واخیست.
له دې سره د پاکستان او هند ترمنځ پخوانۍ ترینګلتیا لا زور واخیست.
د امریکا او هند د ملي امنیت سلاکارانو ژمنه وکړه چې په ګډه به کار کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې پاکستان هغو ترورېستي ډلو ته چې پر امریکایي، هندي او د نورو هېوادونو پر ځواکونو بریدونه کوي، پټن ځایونه ورنه کړي.
پاکستان د جیش محمد ډلې څخه هر ډول ملاتړ ردوي او د هند پر پولیسو برید یې سخت غندلی دی.
د هند صدراعظم نریندرا مودي پرون وویل چې د خپل هېواد پر پوځي پرسونل د برید غچ به اخلي.