د ترکیې ولسمشر ویلي چې هېواد یې د امریکا له فشارونو سره سره نیت لري چې له روسیې S-400 ډوله پرمختللی دفاعي سېستم وپیري.
رجب طیب اردوغان نن په انقره کې رسنیو ته وویل چې د S-400 ډوله دفاعي سېستم د اخيستلو معامله د ترکیې او روسیې ترمنځ شوې او انقره نشي کولای چې له دې معاملې تېر شي.
هغه رسمي مهلت چې د امریکایي چارواکو له خوا ترکیې ته ورکړل شوی و چې د روسیې پر ځای د امریکا د دفاعي سېستم پټریوت د اخيستلو په اړه ځواب ورکړي، د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېد.
امریکا ترکیې ته چې د ناټو تړون غړې هم ده، وړاندیز کړی و چې کولای شي چې له امریکا دغه دفاعي سېستم په درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت واخلي.
د ترکیې ولسمشر وایي، هېواد یې لا تر اوسه د امریکا د پټریوت دفاعي سېستم اخيستلو ته چمتو نه دی، خو واشنګټن دا شرط ایښي چې له مسکو سره معاله فسخه کړي.
واشنګټن ویلي چې د روسیې دفاعي سېستم نشي کولای چې د ناټو د تړون غړو په خاوره کې ځای پرځای شي.