چارواکي: افغان ځواکونو د تېلو د ټانکرونو وړونکي طالبان وژلي

ارشیف، افغان ځواکونه

د شاهین قول اردو د اتمې لوا قوماندان د افغانستان په شمال کې وایي، افغان ځواکونو یو شمېر هغه طالبان وژلي چې هڅه یې کوله، د تېلو ټانکرونه له ځان سره یوسي.

ډګروال عباس توکلي پرون خبریالانو ته وویل، د طالبانو دغه شپږ کسیزه ډله د بغلان په خواجه الوان سیمه کې په نښه شول.

ده وویل:

"د تېلو څلور ټانکره یې له ځانونو سره وړل، خو له ښه مرغه امنیتي ځواکونو اطلاع ترلاسه کړه او دښمن یې هلته وځاپه."

د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني وایي، د ټانکرونو غلا د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ده.