سندرز: ټرمپ رانه له مولر سره د همکارۍ غوښتنه کړې

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سندرز

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز د دې خبرې تأیید وکړ چې ځانګړی تحقیق کوونکی رابرټ مولر له دې سره غږېدلی دی.

مولر د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترڅ کې د روسیې د مداخلې څېړنه کوي او همداراز د دې ادعا تحقق کوي چې روسانو د ډونالد ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره ارتباط درلود که نه.

سندرز پرون سي این این ټلویزیون ته وویل چې ټرمپ له دې غوښتي وو چې له مولر سره همکاري وکړي.

د سندرز په وینا، ټرمپ ورته غوښتنه د خپلې ادارې له نورو غړو هم کړې ده.

اغلې سندرز په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي.

سندرز په ۲۰۱۶ کال کې د ډونالد ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره یوځای شوه او د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د سپینې ماڼۍ ویانده وټاکل شوه.