په بلخ کې د کب د روزنې ۱۰ فارمونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

ارشیف، د کب یو انځور

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د بلخ ولایت په مرکز او د دې ولایت په دهدادي، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو کې د کب د روزنې ۱۰ بېلابېل فارمونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ذبیح‌الله زوبین نن ازادي راډيو ته وویل چې دمګړۍ دغه فارمونه هر یو یې کولای شي چې د کبانو ۷ ټنه ښه کیفیت لرونکي غوښه تولید کړي چې تر یوې کچې پورې به بلخ ولایت ته د بې کیفیته کبانو د غوښو واردولو مخه نیسي.

دغه فارمونه هر یو یې په یو جریبه ځمکه کې رغول شوي چې ۷۵ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام او ۲۵ سلنه لګښت یې د فارم لرونکو له خوا ورکړل شوی.