افغان ولسمشر له ازبکستاني چارواکو سره د افغان سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې.

افغان ولسمشر پرون په مونشن کې د نړیوالې امنیتي غونډې په څنډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل او د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر اقداماتو خبرې وشوې.

د ازبکستان بیرغ

افغان ولسمشر پرون د ترکیې له دفاع وزیر خلوصي اقر او له هغه مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ امریکايي چارواکي او د طالبانو استازي په اسلام اباد کې سره وګوري.

طالبانو او پاکستاني چارواکو دواړو دا کتنه تأیید کړې ده.

همداراز د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو بل پړاو په لسو ورځو کې په قطر کې جوړېږي.

طالبانو په پرله پسې ډول له افغان حکومت سره خبرې رد کړې دي او ټینګار کوي چې یوازې له امریکايي چارواکو سره ګوري، خو افغان حکومت خبرداری ورکړی چې د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې هرراز خبرې به بې نتیجې وي.

د ناټو عمومي منشي هم پرون ټینګار وکړ چې د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې خبرې ممکنې نه دي.

ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

"هېڅ امکان نه لري چې په افغانستان کې دې دوامداره سوله د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته ټینګه شي، نو ځکه موږ له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد د روانو تماسونو ملاتړ کوو، څو د افغانانو په مالکیت د پخلاینې د یوې پروسې د شرایطو د رامنځ ته کولو لپاره موافقې ته ورسېږي، او طبعاً افغان حکومت باید د دې پروسې یوه برخه وي، نو امکان نه لري چې هلته د حکومت او نورو افغانانو له ګډون پرته دوامداره سوله ټینګه شي."

سټولټنبرګ په مسکو کې د افغانستان د سیاسي ډلو او طالبانو د استازو ترمنځ وروستۍ غونډې ته د اشارې په ترڅ کې یادونه وکړه چې روسیه او د افغانستان د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ملاتړ وکړي.

د ناټو د عمومي منشي له څرګندونو یوه ورځ مخکې طالبانو په یو بیان کې وویل چې د روانې فبرورۍ د میاشتې په ۲۵مه په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو له خبرو مخکې به دواړه خواوې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې سره وګوري.

د پاکستان حکومت او طالبانو دواړو په اسلام اباد کې د امریکايي چارواکو او طالبانو غونډه تأیید کړې ده.

طالبانو دا هم ویلي چې د دوی پلاوی به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.