لویه څارنواالي: نن د انتخاباتي کمېسيونونو له غړو څېړنې پیلېږي

د افغانستان لویه څارنواالي وايي چې نن د فبرورۍ په شپاړسمه به د دواړو انتخاباتي کمېسيونونو له مشرانو او کميشنرانو چې له دندو لېرې شوي، تحقیقات پیل کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيونو مشران او کميشنران د تېرې سې شنبې په ورځ د ولسمشر د فرمان له مخې له دندو لېرې شول.

لویې څارنوالۍ هغوی د تحقیقاتو تر بشپړېدو له افغانستانه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې د دواړو کمېسيونونو له برطرفه شویو مامورینو به له وظیفوي صلاحیته د ناوړه استفادې په تور تحقیق کېږي.

خو د انتخاباتي کمېسيونونو مشرانو او له دندې لېرې شویو کميشنرانو تېره اوونۍ په یوه بیان کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ادعا یې وکړه چې د ملي یووالي حکومت چارواکي د هغوی د برطرفه کولو صلاحیت نه لري.